د بلک هاوک پیلوټانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

comments 0

هندوکش – کندهار: د افغان پیلوټانو یوې ۱۱ کسیزې او د توپچي ۱۵ کسیزې ډلې په کندهار ولایت کې د بلک هاک چورلکو مسلکي زده کړې ترسره کړې دي.
دغو کسانو د هوايي ځواک د قومندان جنرا عبدالفهیم رامین او د کندهار د هوايي ځواک قومندان جنرال عبدالرازق شیرزي او نړیوالو همکارانو په حضور کې خپل فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.
غوڅ ملاتړ ماموریت بیا په یوې خبرپاڼه کې ويلي چې ډېری دغه پیلوټان له دوه میاشتنۍ روزنیزې دورې وروسته د یوې بلې روزنیزې دورې لپاره کندهار ته استول شوي دي.
غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې ناټو د ځواکمن افغان هوايي ځواک رامنځته کېدو ته ژمن دی.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments