د بلوچستان حکومت د پي ټي اېم ثنا اعجاز له صوبې اېستلې ده

comments 0

3 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښه ثنا اعجاز وايي‌ چې د بلوچستان حکومت د صوبې له پښتون مېشتې ضلعې ږوب څخه په زور د صوبې تر حدودو اېستلې ده.
ثنا اعجاز وويل چې دا د واک تحریک له خوا په ژوب کې د مېرمنو لپاره د یو کتابتون پرانستې ته ورغلې وه.
ثنا اعجاز وايي‌ پولیسو ورته ویلي چې دا بلوچستان ته د ورتګ اجازه نه لري.
نوموړې وویل، “دلته دومره ډير امنيتي اهلکار راغلي چې په يو ترهګر پسې هم شايد ورنشي. زه د امن خبره کوم. موږ د عدم تشدد د سرلارو، باچا خان او خان شهيد پلويان یو نو بې امني به ولې جوړوم. دوی ماته وايي چې ستا له وجې ثبات خرابېږي.”
دې زیاته کړه چې غوښتل یې ښځو ته د کتابونو او کتابتون په اړه خبرې وکړي خو د دې په وینا، امنیتي عسکرو د خبرو هيڅ اجازه نده ورکړې.
ثنا اعجاز د واک تحريک بنسټګره ده او د جنورۍ پر ۱۶مه له پېښوره ژوب ته تللې وه.
يو پولیس چارواکي وويل چې د قانون له مخې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر ځينو مشرانو د ورتګ بندېز دی نو ځکه هغوی په بلوچستان کې فعاليت نه شي کولای.
پولیسو د ۲۰۲۰ کال په نومبر مياشت کې د حکومت د شوي حکم ترمخه د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور پښتين، ډاکټر سېد عالم مسود، محسن داوړ او ثنا اعجاز بلوچستان ته د ننوتلو بندیز دی.
په دې حکم کې د دې حکم لامل د امنيت سم ساتل ښودل شوي دي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments