د بلخ پخواني والي د نوي والي ټاکل رد کړ

comments 0

هندوکش – بلخ: د بلخ والي عطا محمد نور په خپل فیسبوک پآڼه کې لیکي چې “هغه خبرونه چې وایي ما د بلخ د والي په توگه کار پریښی، دروغ دي او ز یې ردوم“.
نوموړې چې ارګ ادعا کوي له ډندې کوښه شوې دې یوځل بیا خپل پخوانی دریځ خپل کړی او هغه ادعاوې چې ګواکې نوموړي د ځینو امتيازاتو په بدل کې په خپله خوښه د بلخ ولایت ته نوی والي ټاکلی، رد کړې.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ ځینو حکومتي سرچینو تائید کړه چې عطانور د دو وزارتونو، سفارتونو، په ترلاسه کولو سره د بلخ ولایت ته په خپله خوښه محمداسحاق رهګذر د والي په توګه ټاکلی او تر نوروز وړاندې به په کار پیل وکړي چې دا موضوع هغه مهال سملاسي د جمعیت ګوند رد کړه .
اوس تازه عطانور ویلي چې د بلخ پر سر به له ارګ سره هیڅ پټه معامله ونه کړي او په وینا یې چې د خپلو مشروعو غوښتنو تر پوره کیدو وروسته به اقدام کوي.
د یادونې وړ ده چې دبلخ پر سر د نور او غني شخړه دسیاسي، اجتماعي او اقتصادي لاملونو له کبله غځیدلې چې اوس هم معلومه نه ده چې ارګ به د جمعیت غوښتنو ته پام وکړي کنه.
عاطفه مصمم

Comments