د بلخ ولایت اوسیدونکو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ــ بلخ: په بلخ ولایت کې ديني عالمانو،قومي مشرانو،ځوانانو اودیاد ولایت اوسیدونکو دیوې جوړې شوې ناستې په ترڅ کې د بیړنې اوربند غوښتنه وکړه .
دیادې غوڼدې ګډونوال وايي، چې طالبانو د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله جګړې ته شدت ورکړی او دبلخ ولایت په مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو د جګړو له امله زرګونه کورنۍ بيځایه شوې دي.
دوی وايي، دطالب وسلوالو ظلم او زیاتی ددې لامل شوی چې خلک بې کوره او بې ځایه کړي، دوي همدا راز د جګړې له ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول له وسلوالو طالبانو غوښتي دي، چې جګړې ته دپای ټکی کېږدئ او بیړنی اوربند ته غاړه کېږدئ.
عاطفه مصمم

Comments