د بلخ له والي سره جنجال حل کیدو ته نږدې شوی

comments 0

هندوکش – کابل: اجرایه رییس عبدالله عبدالله وایي، د بلخ د مخکېني والي عطا محمد نور او حکومت ترمنځ لانجه وروستۍ شوې او ژر به حل شي.
اجراییه رییس عبدالله عبدالله دې مطلب ته په اشارې هیله ښودلې چې راتلونکی کابل به د افغان حکومت لپاره د بري کال وي.
عبدالله عبدالله له خلکوغوښتي چې کورنۍ ستونزې جوړې نه کړي او حکومت کار ته پریږدي چې د هېواد د ابادۍ لپاره بنسټیز کارونه وکړي.
وزیرانو شورا غونډه کې اجرایه رییس، طالبان ننګولي چې سوله ییز ژوند ته ژمن دي او تر اوسه يې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی.
عبدالله عبدالله باور ښودلی چې طالبان به هيڅکله د جګړې له لارې هدف ته و نه رسیږي او ښه به دا وي چې د حکومت د سولې له وروستي فرصت څخه ګټه واخلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments