د بغلان د برید غچ به واخیستل شي

comments 0

هندوکش – بغلان: د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات طالبانو ته خبرداری ورکړی چې د بغلان د برید ځواب به ورکوي. خوشحال سادات چې بغلان ولایت ته تللی و، هلته یې د برید د پلټنو مالومات ترلاسه کړي او تر څنګ یې نوی امنیه قومندان او د امنیت امر معرفي کړي دي.

خوشحال سادات لیکلي، (( د دې بزدلانه بريد عاملين به په هيڅ قيمت و نه بښل شي. هغه پوليس چې غفلت يې کړی، حتما به مجازات شي. )) د سادات په خبره، دښمن د قوي بريدونو او فشار لاندې دی، چې له امله يې په ناځوانمردانه ځان وژنو لاس پورې کړی.

سادات ویلي، د جګړې په ميدان يې زمونږ له ځواکونو سره د مقابلې جرات بايللی او سږ هر څه د دوی د محاسبې برعکس دي.  د سادات په خبره ((مونږ د خپلو خاورې دفاع ته ژمن يو او هيڅ سيمه به بې توجه پاتې نشي. بغلان کې به دښمن د خپلو جنايتونو حساب ډېر ژر ورکړي.)) نجیبه سروري

Comments