د بشر حقونو کمېسیون: طالبان دې عامه تاسیسات نه ورا نوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د عامه تأسیساتو او بنسټونو ورانول له نړیوالو بشرپاله اصولو ښکاره سرغړونه ده.
دا خبره په ټولنیزو رسنیو کې طالبانو ته د منسوبې هغې وېډيو تر خپرېدو وروسته ده چې د فراه ولایت د انار درې ولسوالۍ ودانۍ په‌کې په بمونو الوزول کېږي. دا تصويرونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنر او ویاند شکرالله مشکور د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۲۶» له طالبانو وغوښتل چې دا موضوع باید په جدیت سره وڅېړي.
ښاغلي مشکور د طالبانو له رهبرۍ وغوښتل چې په راتلونکي کې د عامه تأسیساتو په تړاو خپل دریځ څرګند کړي: “د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په کراتو په طالبانو غږ کړی چې نړیوالو بشردوستانه ااصولو ته جدي پاملرنه وکړي، د عامه تأسیساتو ورانول، له نړیوالو بشرپاله اصولو ښکاره سرغړونه ده، موږ د طالبانو له رهبرۍ غواړو چې دا او دې ته د ورته نورو پېښو عاملین دې په ګوته او موضوع په جدیت سره وڅېړي، همدارنګه په راتلونکي کې د عامه تأسیساتو په تړاو خپل نظر او دریځ څرګند کړي.”
هڅه مو وکړه چې د خپرې شوې وېډیو او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د غوښتنې په اړه د طالبانو نظر هم ځان سره ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره بیا هم د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پيغامونو په لیدو هم په دې اړه څه ونه‌ویل.
د انار درې ولسوالۍ دوو تنو اوسېدونکو فواد او علي احمد د ودانۍ د تأسیساتو په اړه خپل نظر سره داسې شریک کړ: “دا د دولت نه، بلکې د ملت شتمني ده چې باید وساتل شي، له طالبانو غواړو چې ملي شتمني او بنسټیزو زېربیناو ته جدي پام وکړي.”
“د ودانیو ورانول د ملت په زیان دي، عامه تأسیسات په ډېرو پیسو او زیار سره جوړېږي او بیا یې دوی په بمونو الوزوي، له طالبانو مو جدي غوښتنه ده چې له دې ډول کارونو لاس واخلي دا ښه کار نه‌دی.”
بل‌خوا د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د عامه بنسټونو له‌منځه وړل او ویجاړول ناسم کار بولي.
د دغه وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې پر ولسونو غږ شوی چې د خپل ښوونځي، سړک، جومات، روغتون، پوهنتون او عامه بنسټونو په ساتنه او پالنه کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د فراه د انار درې ولسوالۍ د ودانۍ ویجاړول د عامه تأسیساتو د ورانولو د لړۍ لومړی ځل نه‌دی، بلکې څه موده وړاندې په ارزګان ولایت د نیمه تعلیماتو مؤسسه د طالبانو لخوا ویجاړه شوې، همدا شان په وردګو، لغمان ولایتونو کې ځینې پوستې د طالبانو له لوري له نیولو وروسته ویجاړې شوې وې چې بېلابېل ولسي غبرګونونه‌یې له ځان سره درلودل.
د یادونې ده چې مخکې افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني هم په ځلونو ويلي چې طالبانو د يو میلیارد ډالرو په ارزښت زېربناوې او عامه تأسیسات وران کړي دي او نړیوالې ټولنې هم په طالبانو غږ کړی چې عامه تأيسات دې نه‌ورانوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments