د بشري حقوقو فعالان: د امام زمان پر جومات برید یو جنګي جنایت دی

comments 0

هندوکش _ د بشري حقوقو مدافعینو په یوه اعلامیه کې پر جوماتونو او عبادت ځایونو برید جنګي جنایت ګڼلی.
د بشر حقوقو سازمان په یوه اعلامیه کې د امام زمان پر جومات برید جنګي جنایت بللی او پر شیعه مسلمانانو د بریدونو په زیاتوالي یې اندېښنه ښکاره کړې.
د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په ورځ پر امام زمان جومات د برید په پایله کې ٢٥لمونځ کوونکي شهید او ٤٧ نور ټپیان شوي چې ددې برید مسولیت داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې پر غاړه اخیستی.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply