د بشري حقونو کمېسیون: د طالبانو له لوري د هدفي وژنو دوام د سولې بهیر له خنډ سره مخ کړی

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د طالبانو له لوري په هېواد کې هدفي وژنې د سولې بهیر زیانمنوي.
که څه هم د افغانستان حکومت، خلکو، نورو سازمانونو او هېوادونو هم د طالبانو له لوري د دغو وژنو د مخنیوي غوښتنه کړې ده، خو داسې ښکاري چې دغه لړۍ اوس هم بنده شوې نه ده.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئیسې شهرزاد اکبر وویل: “د هدفي وژنو دوام د هېواد وګړو او ملکیانو ته د بېرې وضعیت ایجادوي. پر مدني فضا، د مدني او بشري حقونو پر فعالانو هم اغېز کوي. ”
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی د موندنو له مخې په ۲۰۲۰م کال په افغانستان کې د ملکیانو د وژنې دویم لوی عامل هدفي حملې وې.
په تېرو څه باندې درېیو میاشتو کې لږ تر لږه پنځه خبریالان، ګڼ مدني فعالان، ځینې سیاستوال او نورې څېرې په هدفي حملو کې وژل شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments