د بشري حقونو کمیسون: د طالبانو وروستي کړنې جنګي جنایتونه دي

comments 0

هندوکش – کابل: د بشري حقونو کمیسون وایي چې که څه هم افغانان سولې ته نژدی شوي دي خو همهال طالبانو داسې کړنې په لرې پرتو سیمو کې ترسره کوي چې بشري ناورین دې او جنګي جنایت شمیرل کیږي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، پکتیا، غزني او فراه ولایتونو کې د طالبانو له لورې وروستیو بریدونو کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله، جنګي جنایت شمېرل کېږي.
د دغه کمېسیون اجرايي مشر، له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې د ولسي وګړو د ژوند خوتدیتوب ته دې پام وکړي.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون اجرايي رییس موسي محمودي وویل:«یو جنایت کارانه کړنه ده، په پراخه توګه له بشري حقونو سرغړونه ده او کېدای شي چې جنګي جرایم وبلل شي.»
په همدې حال کې د افغانستان د نوې جبهې مشر وایي، د طالبانو دا بریدونه؛ د افغانستان لپاره د امریکا نوې تګلارې ته غبرګون وو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان که څه هم د تاوټریخوالې کمولو خبر ورکوي خو پره ورته وخت کې په لرې پرتو سیمو کې ترهګریزې کړنې ترسره کوي چې بیلګې په ټوګه د طالبانو تیرې ورځني کړنو ته اشاره کوو چې ننګرهار کې پر یو سنوکړ کلپ ډله ییز برید کړې او په ورته وخت کې په بیلابیلو سیمو کې پر عامه تاسیساتو هم بریدونه کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments