د بشري حقونو خپلواک کمیسیون: د اورکم سره سره طالبانو لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش ـــ کابل: د افغانستان د بشري حقوقو خپلواک کمېسیون وايي، د اورکم اونۍ د پیل سره سره طالبانو لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بشري حقوقو د خپلواک کمېسیون د مطبوعاتو مسوول ذبیح الله فرهنګ په یو اعلامیه کې وویل، د اورکم په اونۍ کې د وسله والو طالبانو په بېلا بېلو بریدونو کې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي دي، ۴۲ ملکي کسان ۲۳ امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي.
د اورکم په اونۍ کې د طالبانو له لوري ملکي کسانو ته مرګ ژوبلې اړولو ته شکونو یقین ته نېږدې کړي چې ګواکې دغه ډله په خپلو جنګیالیو بشپړ کنټرول نلري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments