د بزګر ورځ: بزګرو ته به په هره برخه کې پاملرنه کيږي

comments 0

2 Views

هندوکش ـ کابل: نن په کابل کې د ۱۳۹۷ کال د وري د میاشتې په دوهمه نيټه د بزګر ورځ او دودیزه ميله د کرنې د وزیر نصيراحمد دراني، کابينې د غړو، بزګرو او نورو مشرانو په شتون کې رسما پرانيستل شوه.

د کرنې وزیر نصيراحمد دراني په خپلو خبرو کې وويل چې سږ کال به د زموږ بزګر زموږ هیواد تر نامو لاندې پیلوو او په ډيرو برخو کې به کروندګرو ته جدي پاملرنه وشي.

دراني وویل:«موږ په دې باور لرو چې د بیخ بینا شتون ډير اړين دی، له همدې امله مرکزي زون د پروان، لوګر، لغمان،ميدان ښار په ګډون به په يو شمېر ولايتونو کې د لبنیاتو د پروسس مرکزونه جوړ شي څو زموږ مالداران نیغ په نيغه بازارونو ته لاره پيدا کړي، خو هيله مو داده چې زموږ هیوادوال د بهرنیو بې کيفيته او زهرينو توکو پر ځای خپل کورني تولیدات وکاروي.»

نوموړي وويل چې په ځينو ولايتونو کې به مهمې پروژې هم په روان کال کې بشپړې شي:

په روان کال کې به لاندې به لاندې برخې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي:

۱ـ په پروان کې د ۱۲۰۰۰ ټنه انګورو د پروسس مرکز

۲ـ په پکتيا کې د جنغوزيو د پروسس مرکز

۳ـ د پنځو سيلو ګانو ایجاد.

۴ـ د اصلاح شویو تخمونو مرکز.

۵ـ د نباتي افاتو د مخنيوي يو مرکز په پلازمېنه کې څو صادرات ښه شي.

د کرنې د وزیر په خبره:«د کرنې وزارت پلان لري څو په هیواد په لسو ولایتونو کې دولس پنځه زره ټنه او پنځه سوه ټنه په اندازه سړې جوړې کړي، د مالدارۍ په وده کې د کرنې وزارت هڅه کوي په ۱۳۹۷ کال کې د بزګرو په زرګونو غواګانې اصلاح نسل کړي څو د شيدو تولیدات ډير شي او هم د شيدو د راټولولو مراکز ډير کړي.»

ياده دې وي چې په کرنیزه برخه کې افغانستان ډير ښه پوتنسیلونه لري او دې برخې ته د پاملرنې په صورت کې به موږ د متخاصمو ګاونډيانو له اقتصادي اشغال څخه وژغورل شو.

په تیرو څو کلونو کې له دې سره سره چې زموږ خوږې اوبو وړیا دښمنو ګاونډيو ته ور روانې وې ولې له تیر کال را هیسې يي د مديريت په برخه کې جدي هڅې پيل شوي دي او حکومت ډاډ ورکړی دی چې دوی به په هره بيه چې وي اوبو مدیريت کړي.

هیوادوال هم ژمن دي چې دوی به د نامشروع کښت پر ځای چې د افراطيت، قتلونو او وحشتونو تر څنګ د ميليونونو ځوانانو د معتاد کيدو لامل کیږي مشروع کښت ته مخه کوي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments