د برښنا لګښت کمیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ازبکستان د افغانستان لپاره د وارداتي برښنا لګښت کې څلويښت سلنه کموالی راوست.
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله پرون ماښام له ولسمشرغني سره په کتنه کې افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیې د کموالي خبر ورکړی.
له ارګ خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د برېښنا بیه به له ۸،۵ سنټو څخه ۵ سنټو ته راکمه شي او دا کموالی به د روان میلادي کال د جولای میاشتې له پیله تطبیق شي.
همداراز ټاکل شوې د ازبکستان له سرخان سیمې څخه بغلان ته ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا وصل شي او د دې ترڅنګ به په یوه کال کې په کابل او د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د برېښنا ستونزه هم حل شي.
په دې وروستیو څو میاشتو کې د هېواد ۷ ولایتونه له برېښنا برخمن شوي، په بادغیس کې به د برېښنا في‎ کیلوواټ بیه له ۳۵ افغانیو څخه ۶ افغانیو ته او په غزني کې به تر ۶،۷۵ افغانیو راکمه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments