د برښنايي حکومتولۍ کار چټک شوی

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې د برښنایي حکومتولۍ اداره چې له یو کال راهیسې کار کوي، د ځینو ادارو سیستمونه یې له کاغذي سیستم ایستلي او برښنایي کړي يې دي.
د اسان خدمت په نوم اداره د برښنايي حکومتولۍ لپاره له تېر یو کال راهیسې کار کوي او توانیدلي چې د ځینو دولتي ادارو ځینې سیستمونه برښنايي کړي چې کارونه ورسره چټک شوي او کاغذپراني یې له منځه وړي.
د اسان خدمت ادارې رییس ذهین وايي، د کارونو په پراختیا سره به یې فساد راکم او بیروکراسي به له منځه لاړه شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply