د برښنايي تذکرو و يش چار رسما پیل شو« خو دا تذکرې به کومې ګټې ولري»

comments 0

23 Views

هندوکش ـ کابل: نن په کابل کې د برښنايي تذکرو ويش چار ولسمشر محمد اشرف غني ته د لومړۍ برښنايي تذکرې په ورکول کیدو سره پيل شو.

ولسمشر محمد اشرف غني د تذکرو له اخیستو سره سم په خپله لنډه وينا کې وويل چې برښنايي تذکرې متوازن انکشاف او د ترهګريزو کړو وړو کموالي ته زمينه مساعدوي.

ولسمشر په کابل او د هیواد په نورو سیمو کې د طالب او داعش ډلې ګډو وروستیو وحشتونو ته د نغوتې په لړ کې وويل چې ډاډه يم بريډګرو ته به په پاکستان کې جعلی تذکرې جوړې شوي وي ځکه د کاغذي تذکرو له مخې د يو کس هويت تثبیتول ډير سخت دي او وخت غواړي خو که ولس د برښنايي تذکرو د ويش چار پروسه چټکه کړي او ملاتړ يي وکړي نه يوازې چې ډيرې نورې ګټې به تر لاسه کړي له ترهګریزو وحشتونو به هم وژغورل شي.

بلخوا ددې تذکرو په اړه په لنډ جوړ شوي مستند فلم کې ددې تذکرو د ګټو په اړه لاندې ټکي راغلي وو:

۱ـ تعريف شوی: تر اوسه هم کاغذي تذکرو کې جعل کيږي او تعریف شوی هويت ډير خلک نلري.

۲ـ د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی او د یو کس د ټولو معلوماتو او کورنۍ د غړو د ليست شتون.

۳ـ د جرايمو کموالی او د مجرم دنیولو په برخه کې آسانتيا.

۴ـ د اسنادو د پروسس پر مهال کم وخت نيول.

۵ـ په امنیتي برخه کې د بايومتریک سيستم څخه وروسته فوق العاده مرسته.

۶ـ د پلټنو پر مهال له يو کس څخه د پوښتنې پر ځای په ډيتابيس کې د پوره معلومات.

۷ـ له نورې نړۍ سره سيال کيدل.

۸ـ د برښنايي حکومتولۍ په برخه کې چټکتيا.

۹ـ د فساد مخنیوی او د بانکي سيستم په اصلاحاتو کې رغنده رول.

۱۰ـ د فساد مخنیوی او فاسد او مخرب کس ژر تثبیت.

یاده دې وي چې په نوره نړۍ کې د روڼتيا او دقت کره بهیر له همدې ځايه پيلږي او په ټاکنو کې هم ټوله نړۍ د برښنايي تذکرو په کارولو سره يو لوري ته د درغلیو مخه نيسي او بل لوري ته په څو شيبو کې پایله اعلانولای شي.

باید وویل شي چې په ټولنیزو پاڼو کې هم پراخ کمپاين پیل شوی دی ځکه د تیرې اونۍ وحشتونو افغان ولسونه په پوره ډول سره دردولي دي او دوی وايي چې ددې تذکرو مخالفین يا طالبان دي يا يي پلويان، يا داعشيان دي يا يي پلویان، يا ترهګر دي او يا د ترهګرو ساتونکي، پالونکي او له يوې سيمې بلې سيمې ته وړونکي، يا غاصبین دي او يا د غصب ‎، شوکمارۍ او ډيرو نورو جرايمود کونکو پټ ملاتړي دي.

دوی وايي چې نور يي وخت دی چې حکومت د روان وضعیت د کابو کيدو په خاطر د سمون چار له برښنايي تذکروڅخه پيل کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Share this page to Telegram

Comments