د بروکېنګز څېړنیز مرکز ته د امریکايي کارپوهانو وینا؛ طالبان لا هم د القاعده سره اړیکې لري

comments 0

هندوکش ــ امریکا: طالبانو لاهم له القاعده ډلې سره اړیکې نه دي پرېکړې او ښايي امریکا ونه غواړي له دغې ډلې سره د دوحې پر هوکړه عمل وکړي.
د امریکا د بروکینګز څېړنیز مرکز تحلیلګر مایکل اوهالن په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې اوسنۍ هوکړه ناقصه ده او طالبانو هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
نوموړي ويلي، چې طالبانو له افغان حکومت سره په تاوتریخوالي کې کموالی نه دی راوستی او همداشان لاهم له القاعده ډلې سره نژدې اړیکه لري، چې دا چاره کولای شې د دوحې تړون لغوه کړی.
اوهالن زیاته کړې، چې د امریکا لپاره، د طالبانو او القاعده تر منځ اړیکې پرې کول او د افغان حکومت پر وړاندې د تاوتریخوالي کمول تر ټولو مهم دي، چې طالبانو د دوحې له هوکړې وروسته دا چاره نه ده ترسره کړې، چې امریکا ښايي په همدې اساس له دوی سره شوي تړون لغوه او یا هم تعدیل کړي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې د تړون نږدې کال پوره شو؛ خو طالبان لاهم له بهرنیو ډلو سره مضبوتې اړیکي لري، چې دا به د امریکا نوی حکومت مجبور کړی، ترڅو له طالبانو سره پر شوې هوکړې له سره کتنه وکړي.
فکور نعیمي

Comments