د برتانیا سفیر له ایرانه ووت

comments 0

هندوکش ــ تهران: په تهران کې د برتانیا سفیر رابرټ مک‌ایر له دغه هېواده وتلی دی. د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هېواد ته د سفیر رابرټ مک‌ایر ستنېدل له وړاندې پلان شوي و، خو بېرته به خپلې دندې ته وروګرځي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:
“په لندن کې کېدونکو غونډو کې د ګډون لپاره د سفیر راتګ یوه عادي خبره ده”.
ښاغلي مک‌ایر د تیرې جمعې پر ورځ امنیتي ځواکونو وروسته له هغه د یوې لنډې مودې لپاره ونیو، چې د اوکراینۍ الوتکې له غورځېدو وروسته یې په یوه غونډه کې برخه واخیسته.
د برتانیا سفیر ویلي و، دې غونډې ته د الوتکې په پېښه کې وژل شویو قربانیانو ته د درناوي لپاره ورغلی و، کله چې ګډونوالو سیاسي شعارونه ورکول پيل کړل، نو دی له هغه ځایه ولاړ، خو څو ساعته وروسته ونیول شو.
ایراني چارواکو ویلي، برتانوی سفیر یې ځکه نیولی و چې دې غونډه کې ګډون یې د دیپلوماتیکو اصولو خلاف و.
توریالی سحر

Comments