د بدخشان ولایتي شورا: ترهګر طالبان د معدنونو له استخراجه هره ورځ تر ۵۰ زره زیات ډالرعاید ترلاسه کوي

comments 0

هندوکش ــ بدخشان: طالبان د بدخشان د طلا او نورو قیمتي ډبرو له کانونو هره ورځ پنځوس زره ډالر عاید لري.
د بدخشان مدني ټولنې او ددغه ولایت د ولایتي شورا غړي وايي چې طالبان دمګړی د بدخشان ولایت پر اویا کانونو تسلط لري او له دې درکه میلیونونه افغانۍ عاید لري.
د بدخشان د مدني ټولنې مشر سیف الدین سایس وایي، طالبان هم پخپله کانونه استخراجوي او هم له نورو شرکتونو پیسې اخلي چې په دې توګه نو دوی هره ورځ له دې درکه تر پنځوس زره ډالرو عاید لري.
د بدخشان د ولایتي شورا رییس بشیر صمیم هم وايي؛ چې طالبان پر لسګونه کانونو تسلط لري، سلګونه ماشینونه او موټرونه هلته فعالیت کوي او هر کال میلیونونه افغانۍ له دې درکه ګټي.
د بدخشان والي هم دغه خبرونه تاییدوي خو وايي په دې اړه معلومات نه لري چې د طالبانو ټول عاید به څومره وي.
نوموړی له مرکزي حکومت په دې برخه کې د اقدام غوښتنه کوي.
نجیبه سروري

Comments