د بحران حل لار خپل منځي خبرې دي

comments 0

هندوکش – کابل: د سولې عالي شورا کابل کې یوې پراخې غونډې کې باور ښودلی چې د اوسني بحران یوازینۍ حل لاره بین الافغاني سوله ده.
د سولې عالي شورا رییس محمد کریم خلیلي وايي، چادونې او ځانمرګي بریدونه د حل لار نه ده او د دغو بریدونو قربانیان یوازې افغانان دي.
له دې سره د سولې شورا د دارلانشاء رییس اکرم خپلواک د طالبانو هغه لیک ته چې د امریکا خلکو ته یې لیکلی و، په اشارې ویلي چې ښه به دا وي چې طالبان د افغانستان موضوع له افغانانو سره حل کړي.
اکرم خپلواک یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې لپاره خپل شرایط وړاندې کړي او افغان دولت حاضر دی د طالبانو لپاره کابل کې هم دفتر پرانیزي.
په دې غونډه کې چې ولایتي مشرانو هم ګډون درلود، له دولت او طالبانو دواړو غوښتي چې د سولې لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.
ویناوالو ټینګار کړی چې باید نور له هغې جګړې لاس واخیستل شي چې قرباني یې افغانان ورکوي او ګټې یې نور هېوادونه وړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply