د بامیانو اوسیدونکو د سولې او اوربند په ملاتړ ناسته ترسره کړه

comments 0

هندوکش ـ بامیان: په بامیانو ولایت کې سلګونو میرنو، ځوانانو، مدني فعالانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې ولسي ناستې په ترڅ کې د سولې ملي پروسې د ملاتړ سربیره د بیړني اوربند غوښتنه وکړه.
د ناستې برخه والو زیاته کړه، چې طالب وسلوال په درواغجنو تبلغاتو سره غواړي چې ځان قوي وښي او په یاده پروسه کې لوړامتیازات ترلاسه کړي.
دوی همدا راز د سولې په پروسه کې د افغان له دریځ څخه ملاتړ وکړ او په هېواد کې د طالبانو یې اندیښنه وښوده او د پای ته رسیدو غوښتونکي شول.
دوی وايي، چې د طالبانو روانه جګړه د قدرت او واک ترلاسه کولو لپاره یوازینۍ وسیله ګرځولې او دوی څخه دسولېې تمه کول دوخت ضایع دی.
شاه رسول غزنوي

Comments