د بامیانو اوسیدونکو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه

comments 0

هندوکش ـ بامیان: په بامیانو ولایت کې سلګونو دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د یاد ولایت اوسیدونکو د یوې جوړې شوې سترې ناستې په ترڅ کې په هېواد کې د بیړني اوربند غوښتنه وکړه او د جګړې په ښکیلو اړخونو په ځانګړي ډول طالبانو یې غږ وکړ، چې له جګړې لاس واخلئ او د سولې په روانو مذاکراتو کې په کړو ژمنو عمل وکړئ.
د ناستې برخه والو په هېواد کې په دیني عالمانو غږ وکړ، چې د سولې د راتګ لپاره خپلې هڅې ګړندۍ او پرطالب وسلوالو باندې له خپل نفوذه کار واخلئ او سمدستي اوربند غوښتنه وکړئ.
دوی همدا راز د سولې په روانو مذاکراتو کې د افغان حکومت له دریځ څخه ملاتړ وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې په خپل دریځ کې نرمښت وښي.
شاه رسول غزنوي

Comments