د ای اېس ای پخوانی مشر: امریکا هر کال طالبانو ته پنځه سوه میلیونه ډالر ورکول

comments 0

هندوکش ــ کابل: د پاکستان د استخباراتي ادارې پخواني مشر اسد دُراني د طالب ډلې او امریکا تر منځ په تېرو نولسو کلونو کې د شویو معاملو څخه پرده پورته کړه.
ښاغلي دُراني چې د یو انټرنېټي ټلویزیوني شبکې سره یې مرکه کوله وویل چې امریکا هر کال طالبانو ته پنځه سوه میلیونه ډالر ور کول.« امریکا هر کال طالبانو ته د کال پنځه سوه ميلیونه ډالره بډې ورکولې، امریکا اهداف لرل، خو طالبان دومره پياوړي شول چې اوس يي ناټو او نور ځواکونه د مهار کولو وس نلري.»
اسد دُراني په افغانستان کې د امریکا د ماموریت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:« موږ د امریکا د راتګ په وخت کې دا وړاندوينه کړې وه، چې امریکا به افغانستان پريږدي، بارک اوباما ان لس کاله پخوا غوښتل چې امریکايان له افغانستان څخه ووځي، خو امریکايي نظامي کمپنيو په افغانستان کې خپلو وسلو ته بازار لټوه.»
د ای اېس ای د پخواني مشر اسد دُراني د دغه څرګندونو په اړه د چارو کتونکی مشتاق رحیم وايي چې اوس د امریکا حکومت د دغه هېواد د نظامي کمپنیو بدیل پيدا کړیدی.« طالبان هم د قراردادي ځواکونو په توګه عمل کوي، پر افغان ځواکونو بریدونه او د امریکا د نظامي کاروانونو امنيت نيول يي کټ مټ د بلک واټر د خصوصي امنيتي کمپنۍ په شان دي، که څه هم دوی د دې کار د توجیې لپاره هېڅ دیني منطق هم نلري، خو بیا یې هم کوي.»
دغه مرکه کې چې تازه خپره شوې د ای اېس ای پخواني مشر اسد دُراني د افغان سولې پروسې په اړه ویلي چې په دغه پروسه کې طالبان او پخواني جنګسالاران شامل دي، ممکن د دوی تر منځ د واک او قدرت د وېش پر سر خبرې ډېر سختې وي.
نوموړی د طالبانو په اړه وايي:« موږ ځکه د افغانستان راتلونکې ته انديښمن نه يو، چې طالبان عملاً زموږ په مرسته بریالي شوي دي، زموږ موخې ډيرې پخوا پوره شوي دي، موږ هڅه کوو د سولې په پروسه کې مرسته وکړو، خو په دې هم باید ډاډه شو، چې د سولې بین الافغاني خبرې پايلې ته رسیدای شي کنه؟»
په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال وايي چې طالبانو تېر اتلس کاله د نورو په فرمایش او د پردیو ګټو لپاره افغانان ووژل.
ښاغلی ننګیال زیاتوي سره د دې چې طالبان افغانستان کې روانې جګړې ته د جهاد نوم ور کوي، خو واقعیت دا دی چې روانه جګړه یو تحمیلي او تپل شوې جګړه ده.
د ننګیال په وینا:« اوس افغان ولس هم په دې پوهيدلی دی، چې په لويه کې امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره د جګړې او سولې په نوم نوې ډرامه لري، د افغانستان د خلکو مسؤلیت جوړیږي چې له نړیوالو د خپل نظام د بقا تضمین واخلي، لدې پرته په هېڅ سوله او پخلاینه باور ندی پکار.»
ښاغلي دُراني د پاکستان او سعودي عربستان تر منځ د وروستي پېښ شوي ټکر په اړه ویلي: نور په سیمه کې نوی بلاک جوړ شوی دی چې پاکستان، هند، روسیه او چين يي برخه دي او سعودي نور حق نلري د منځنۍ آسیا ستونزې حل کړي، ځکه سعودي د کشمير په مسئله کې د پاکستان ملاتړ ونکړ، خو برعکس پاکستان د یمن په مسئله کې له سعودي سره ودریده.
دُرانی وايي چې نور په سیمه کې د سعودي عربستان رول مخ په ختميدو دی او دوی به د کولالمپور په جوړيدونکې کې غونډه کې له سعودي عربستان سره په نويو اړیکو غورکوي، ځکه پخوانۍ اړيکې ګټورې نه وې او اړتيا ده چې نوې اړيکې تنظيم شي، خو باید بڼه يي بدله وي.
ښاغلي دُراني په سیمه کې د پنځم نسل د جګړې خبره هم کړېده:« دولتونه تل هڅه کوي چې د خپلو روايتونو لپاره القاب وګوري، اوس به نوی لقب د پنځم نسل جګړه وي او ښايي ډير خلک د تورو تمبو تر شاه زندانونو ته ولويږي.»
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments