د ایران یو پلاوی کابل ته راځي

comments 0

هندوکش – کابل: ټاکل شوې چې راتلونکې اوونۍ د ایران بهرنیو چارو مرستیال وزیر کابل ته راشي.
بهرنیو چارو وزارت ويلي، راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې ورځ به د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي کابل ته راشي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، عراقچي به کابل کې له ولسمشر غني، اجرائیه رئیس او له صلاح الدین رباني سره وګوري.
دوی به د دوه اړخېزو اړیکو پر پياوړتیا او نورو بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
په ‌دې وروستیو څو میاشتو کې په ښکاره د سیمې او نړۍ د هېوادونو له لوري د افغان سولې لپاره هڅې له بل هر وخت زیاتې شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments