د ایران یو بانک کابل کې وتړل شو

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان بانک وایي، د آرین بانک فعالیتونه افغانستان کې وتړل شول
دغه بانک چې ډيری برخوال یې ایرانیان دي د افغانستان بانک د عالي شورا د فیصلې له مخې نور نشي کولای افغانستان کې بانکي خدمتونه ولري.
د افغانستان بانک ویاند ایمل عاشور وایي، د ارين بانک د ټړلو لاملونه د دغه بانک له لوري د افغانستان مالي نظام له اړوندو قوانینو څخه سرغړونې په ګوته کوي.
د افغانستان په اقتصادي وده کې برخه نه اخیستل او د پورونو نه ورکړه هغه نور لاملونه دي چې له مله یې د دغه بانک د فعالیت جواز فسخه شوې.
عبید رادپور

Comments