د ایران مذهبي مشر د سپاه پاسدران نومي ځواک په ستایلو سره ویلي، دې ځواکونو د ‘ایران دفاع کړې ‘

comments 0

هندوکش ــ ایران: د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي له هغه وروسته د خپل هېواد د دفاعي ځواکونو دفاع کړې، چې دوی ومنله په تېروتنه یې مساپر لېږدونکې اوکراینۍ الوتکه ویشتلې وه.
نوموړي د سپاه پاسدران نومي ځواک په ستایلو سره ویلي، دې ځواکونو د ‘ایران دفاع کړې ‘
د اوکراینۍ الوتکې غورځېدو له پېښې وروسته د دغې موضوع له کبله په ایران کې دننه هم پراخ غبرګون څرګند شوی او له ایرانه بهر هم د دغه هېواد پر چارواکو فشار ډېر شوی دی.
خو ایت الله خامنه يي چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې یې لومړی ځل د جمعې لمانځه خطبه ویله، د ملاتړ موندلو هڅه کړې او پر امریکا او اروپايي هېوادونو یې سختې نیوکې وکړې.
نوموړي ایرانیان اتحاد ته راوبلل.

ښاغلي خامنه یي وویل، په عراق کې پر امریکایي اډو د ایران توغندیز برید د ده په خبره ‘د خدای مرسته وه چې نړیوال ځواک ته یې پر مخ څپېړه ورکړه. ‘
توریالی سحر

Comments