د ایران له بندخونو څه باندې دوه سوه افغانان آزاد شول

comments 0

0 Views

هندوکش – ایران: ایران کې هغه افغانان چې مختلفو جرمونو له امله بندیان شوي وول تیره ورځ هرات کې افغان
چارواکو ته وسپاړل شول.
ایراني رسنۍ وایي چې، د ایران په زندانونو کې لسګونه هغه افغان زندانیان چې له اوږدې مودې راپه دې خوا د مختلفو جرمونو په تور زنداني شوي وو، نن په هرات ولایت کې افغان چارواکو ته سپارلي دي.
هندوکش نیوز ته د رارسیدلو معلوماتو پر بنسټ ۲۰۵ افغانانو چې د تهران او نورو ښارونو په بندخونو کې شپې تېرولې د قانوني مراحلو له بشپړولو وروسته د ایراني پولیسو لخوا د افغانستان د بندخونو مسئولینو ته وسپارل شول.
رسنیو ته په خبرو کې د ایران قضایي برخې چارواکي ویلي، چې دا اقدام د دوه اړخیزه پریکړې له مخې ترسره کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې تیر کال څه باندې ۴۰۰ هغه افغانان چې مختلفو جرمونو له امله ایران کې بندیان شوي وول د یوه دوه اړخیز پریکړې له امله افغان چارواکو ته وسپارل شو.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply