د ایران سپاه پاسداران ډله د ترهګرو ډلو لیست کې اضافه شو

comments 0

هندوکش – امریکا: امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ رسماً اعلان وکړ چې سپاه پاسداران ډله یې په تور لیست کې شامله کړې او پر یادې ډلې به نوي بندیزونه ولګول شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په خپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې د ایران سپاه پاسداران ډله به په یوه اونۍ کې د ترهګرو ډلو لیست ته رسماً ورداخله شي
د مایک پمپیو په وینا چې دا کار یې د ایراني ولس لپاره کړی ترڅو دوی خپله ازادي بیرته ترلاسه کړي
ایران تر اوسه د امریکا د دې پرېکړې په غبرګون کې څه نه دي ویلي، خو هغه هغه وخت چې د داسې پرېکړې اوازه وه، د سپاه پاسداران ډلې قومندان محمد علي جعفري توند غبرګون ښودلی وو
جعفري ویلي وو که امریکا دا پرېکړه وکړي نو د دوی ځواکونو ته به سخت خطرونه پیښ شي او په لویدیځه اسیا کې به خپل امنیت له لاسه ورکړي
دا لومړی ځل دی چې امریکا د یوه هیواد یوه پوځې ډله په تور لیست کې شاملوي
تر دې وړاندې امریکا له سپاه پاسداران سره د اړیکو په تور ځیني کسان او ادارې په تور لیست کې شامل کړي وو
فکور نعیمي

Comments