د ایران حکومت پر ضد لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شوي

comments 0

هندوکش – ایران: راپورونه وایي، د ایران حکومت پر ضد لاریونونو کې لس کسان وژل شوي دي.
د ایراني رسنیو په خبره دغه کسان د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د لاریونونو په مهال وژل شوي، خو تر اوسه مالومه نه ده چې دغه کسان د چا په ډزو وژل شوي دي.
تر دې د مخه د ایران ولسمشر ویلي وو چې حکومت یې د سوله ییزو لاریونونو پلوی دی خو هېچ چا ته به د تاوتریخوالي اجازه ور نکړي.
هاخوا بیا د امریکا ولسمشر پر ایران نیوکه کړې چې ګنې په لاریونونو کې یې بشري حقونه په نظر کې ندي نیولي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply