د ایران او پاکستان سرحد باندې نښته شوې

comments 0

هندوکش – ایران: د ایران او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمه کې د وسله والو په برید کې درې ایراني سرتیري وژل شوي.
د ایران پوځ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، یو ایرانی سرتیری د نامالومو وسله والو په برید کې وژل شوی او دوه نور هغه مهال ووژل شول چې موټر ته یې چاودنه ورکړل شوه.
د ایران د پوځ په وینا دغه برید د ایران په سیستان- بلوچستان ولایت کې شوې، چې د دوی په ځوابیه برید کې درې وسله وال هم وژل شوي دي.
دوه ورځې وړاندې د ایران پوځ په همدې سیمه کې زیات شمېر وسلې او مهمات هم نیولي وو.
محمد حنیف بیدار

Comments