د ایران او امریکا جنجال جګړې ته لار هواروي

comments 0

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون په تړاو خپله پالیسي اعلان کړه او په نوې پالیسۍ کې د ایران حکومت او سپاه پاسداران ځواکونه له ترهګرو له ملاتړو په کتار کې راغلل.
د اسراييلو د استخباراتو وزیر وايي؛ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو سره پښیمانتیا مل ده.
د اسراييلو د استخباراتو وزیر اسراييل کټس وایي، (زه فکر کوم چې د ټرمپ وینا له مانا ډکه وه. پوهیږم چې دغه وینا د روانو شویو هوکړو پر بنسټ وه خو له پښیمانۍ او جګړې ډک راتلونکی لري.)
خو اخو د اسراييلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د دغه وینا هرکلی وکړ او ټرمپ ته یې د دغه دریځ مبارکي ورکړه.
د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي، (زه ولسمشر ټرمپ ته د هغه د میړانې او څرګندې وینا مبارکي وايم. هغه په ښکاره توګه ایران یو ترهګر نظام وباله. که ایران له داسې ګواښونو سره مخ نشي په نږدې راتلونکي کې به یو اټومي وسله لرونکی هیواد ولرو چې ټولې نړۍ ته به یو سرخوږی وي.)
هغه زیاته کړه دا د ایران لپاره یو چانس دی چې د ترهګرو له ملاتړ او د منځني ختیځ له نا امنه کولو لاس واخلي.
دا خبرې داسې مهال کیږي چې ایران د ټرمپ د خبرو غندنه کړې او دا یې غیر عادلانه کار بللی دی.
فکور نعیمی

Comments

Leave a Reply