د ایتالیا میلان ښار کې د افغان لاسي صنایعو نندارتون جوړ شو

comments 0

هندوکش – ایتالیا: لومړي ځل لپاره د افغان سوداګرو وړل شوي لاسې صنایع د ایتالیا میلان ښار کې نندارې ته وړاندې کړل شول.
ایتالیا کې د افغانستان سفیر وحید عمر وویل، په دغه نړیوال نندارتون کې د نړی ۹۵ هېوادونو خپل لاسي صنایع نندارې ته ایښي او افغانستان په دغه نندارتون کې ۱۷ غرفې لري.
د نوموړي په وینا، د میلان په دغه نندارتون کې د افغانستان لاسي صنایعو تر څنګ کرنیز محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي وو.
نوموړي زیاته کړه، ایټالیا کې د افغانستان سفارت او د افغانستان اقتصاد وزارت په شریکه زمینه برابره کړه، چې افغان سوداګر دغه نندارتون کې برخه واخلي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې ورته نندارتونونه سیمې کې افغان سوداکرو ته چمتو شوي وو خو ایتالیا کې دا لومړې ځل ده چې د لاسي صنایعو نندارتون ایتالیا کې جوریږي.
محمد حنیف بیدار

Comments

Leave a Reply