د اچین په بې ځایه شویو مرستې وویشل شوې

comments 0

هندوکش – ننگرهار: د ننګرهار اچین ولسوالۍ څخه د داعش ډلې له ویرې بې ځایه شویو کورنیو باندې د والي ګلاب منګل په لارښوونه مرستې وویشل شوې.
د ننګرهار ولایت مقام څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې ۶۱۴ کورنیو باندې چې اړمنې وې، مرستې ویشل شوي دي.
د اچين ولسوال ډاکتر اسماعيل شينواري وويل، چې په دغه مرسته کې غوړي، لوبيا، وريجې، بوره، شين چای او صابون شامل دي.
د شینواري په خبره، يادې کورنۍ د اچين ولسوالۍ د مامندرې، پېښې، عبدالخېلو او باندر سيمو څخه د دې ولسوالۍ امن سيمو ته کډه شوي دي.
فرهاد شهرانی

Comments

Leave a Reply