د اوږې د ترشۍ جوړول

comments 0

د اوږې ترشي خواړه خوشبویه کوي اوروغتیا ته ګټه رسوي، په ځانګړې توګه په ژمي کې یې ګټه څو برابره کیږي، مګر ضروري ده چې پوه شو د اوږې ترشي د تیارولو لپاره یو کال وخت ته اړتیا ده او که دا ترشي د ۶ څخه تر ۸ کلونو وساتل شي د ډېرو ناروغیو لپاره د درمل خاصیت پیدا کوي که غواړئ د اوږې ترشي مو ژر تیاره شي باید د ۴۵ ورځو لپاره لمر ته کېښودل شي.
د اوږې ترشي لپاره اړین توکي:
اوږه
مالګه
تور مرچ
سرکه
ګشنیز
د جوړولو طریقه:
لومړی اوږه د څو ساعتونو لپاره په اوبو کې لمده کړئ ، تر څو په اسانه توګه پوست شي او وروسته تر دې چې پوست شوه هغه ووینځۍ او پرېږدئ چې وچه شي.

Comments

Leave a Reply