د اوربند په ملاتړ د خلکو غږ

comments 0

هندوکش – کابل: کابل کې یو شمېر ځوانانو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ له اعلان شوي اوربند ملاتړ وکړ.
ځوانانو هېواد کې د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې د اوبند عځېدو لپاره دې هڅې وکړي.
له دې سره مشرانو جرګې له حکومت او طالبانو غوښتنه کړې چې کړی اوربندې نور هم وغځوي .
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي، حکومت او طالبانو د اوربند له اعلان سره د خلکو زړونه ګټلي او اوس پکار ده چې دواړه غاړې په سوله تمرکز وکړي.
د سناتورانو په باور، اوس که هر لوری داوربند پرمهال پر یو بل ډزې وکړي نو اسلام او سولې دښمن به وي .
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د حکومت او طالبانو له لوري د شوي اوربند څخه عام ولسونه په کلکه ملاتړ کوي او د دوام غوښتنه یې کوي.
د اطلاعات او کلتور وزارت چې د رسنیو مرکز کې یې ځینې ځوانان راټول کړي و غوښتنه وکړه چې افغانان دې له دغه فرصت ګټه پورته کړي او دواړه غاړې دایمي سولې ته اړ کړي.
په ورته وخت کې د سولې عالي شورا د اوربند اوږدېدو ترڅنګ د بین الافغاني مذاکراتو غوښتنه کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments