د اوبو مديريت او د ګاونډيانو وارخطايي!عبادالله سعادت

comments 0

د افغانستان د اوبو يوه زیاته برخه پرته له دې چې د هیواد د وچو دښتو او تندغري ولس تنده پرې ماته شي او زموږ خپلې کروندې پرې خړوبې شي له کوم امتیاز پرته ګاونډيو هیوادونو خصوصا ایران او پاکستان ته روانې دي، د آمو سيند بیا د افغانستان لوری ته  د بلخ د کلدار ولسوالۍ زرګونو جريبه ځمکې هر کال وړي.

تر نفتو د اوبو ارزښت هره ورځ مخ په ډيريدو دی خو افغان ولس ته يو لوري ته اوبو بې ارزښته دي او بل لوري ته موږ ته د اوبو تاوان را رسیږي خو ګټه هيڅ نه ترې اخيستل کيږي.

په ورستیو کې  د اوبو پر مديريت يا Water Management باندې د ولسمشر محمد اشرف غني ټينګار او په هرات کې تر پوره يوې لسیزې کار وروسته د سلما بند د کار بشپړيدل او بیا يي پرانيسته ایران ترپاکستانه يو څه ځکه وارخطا کړی دی چې دوی درک کړي چې تر دې بند وروسته کمال خان او بخش آباد به هغه بندونه وي چې ډير ژر به جوړ شي او د فراه او نيمروز ريګزارې ځمکې به خړوبې او شنې شي همداسې د هلمند سيند سروې هم بشپړیدونکې ده او د کجکي بند له ډيرو ستونزو او د اجير طالب له تپل شوې نښتې سره سره بشبړ شوی او همدا اوس تر اولس کيلو واټه پورې برښنا توليدوي.

په دې اړه د ایران وارخطايي يوازې لفظي نه ده بلکه دوی عملا هم په هرات، نيمروز او فراه کې ددې دريو سترو ملي پروژو پر وړاندې د افغانستان د ازلي دښمن طالب په روزنه او سمبالتيا باندې کاپیل  کړی دی او په زاهدان کې دې ډلې ته د جلب او جذب او روزنې بيخي ځانګړی مرکز پرانيستل شوی دی، که څه هم ډيرو ته داخبرې عادي ښکاري ولې په زاهدان کې روانه لوبه، په قم کې د فاطمیون په نوم سوريي ته د افغان هزاره وو لیږل او….. هغه څه دي چې ایران يي د ځان د بقا په خاطر ترسره کوي، يانې طالبان به موږ وژني ځکه چې ایرانيان زموږ له اوبو وړيا ګټه پورته کړي، هزاره به سوريي ته استول کيږي څو هلته د ایران لاسپوڅی نظام همداسې پاتې شي خو د داعش ځناوره ډله به په کابل، باميانو، غزني او…. کې زما هزاره وروڼه را وژني.

همدا اوس د ایران سيستان،بلوچستان،زاهدان، زابل او…. هغه سيمې دي چې تر تفتان او دالبدين پورې د افغانستان په اوبو خړوبې دي خو برعکس په فراه او نيمروز کې خلک د څښاک اوبو نلري، برښنا نلري او نه هم د اوبو لپاره مديريتي چار سم دی خو په همدې ولايتونو کې هر کال په ميليونونو افغانۍ د برښنا او اوبو په نوم ایران ته ورځي او همدا اوس د هرات دوه برخې برښنا له ترکمنستان او ایران څخه تامينيږي چې د نورو هیوادونو په پرتله ایران خپله اټومي برښنا هم پر موږګرانه پلوري حال دا چې د ایران اټومي برښنا يوازې او يوازې رڼايي کوي او نور په ډيرو برخو کې حتی د استفادې وړ هم نه ده او که هرات ته ولاړشی هلته د ایرانۍ برښنا وضعيت وګورئ نو درک به کړئ چې تر اټومي برښنا د اوبو زوروره برښنا څومره با ارزښته او مهمه ده.

د اوبو مديریت ته د افغان دولت جدي پاملرنه به ستونزې خامخا له ځان سره ولري ځکه طالبان چې د نيابتي جګړې پروژه په افغانستان کې پر مخ وړي نه يوازې د پاکستان د ګټو مدافعين دي بلکه وينو يي چې دوی په ښکاره په افغانستان کې د ایران او روسيي د ګټو د تامين لپاره هم  د افغان وژنې چار ډير تيز کړی دی او په همدې لړ کې د  کوچني اختر په لومړۍ شپه پر سلما بند ددې ډلې په يو بريد کې يولس پوليسان شهيدان  شول او دا لړۍ لا هم روانه ده.

خو څه کول په کار دي؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې شخصا د سيمې په اړه اکاډميکه څيړنه او لرلید لري په ډير ښه شان سره د سیمه ایز دهلیز د پرانيستې هڅې پیل کړي دي چې ښکاره بیلګه يي له شمالي ګاونډيو سره سوداګریزې اړيکې او وده ده چې همدې کار موږ د پاکستان له اقتصادي غلامۍ عملا ژغورلي يو او د افغانستان کمې موندل کيدونکې ميوې د شمال له لارې ان تر قفقاز حوزې او بیا ترکيي او اروپا پورې رسيږي، بل لوري ته هوايي دهلیز پرانيستل شوی او هندوستان ته د تازه ميوې او سبزۍ چار هم له سويل څخه تيز شوی او بزګر دا چار لا تیزول غواړي، د وريښمو لار، د لاجوردو تجارتي دهلیز،ازبکستان، ترکمنستان او تاجکستان ته مهم او موخه ایز سفرونه يي ددې برخې نور مهم موارد دي چې شونې ده بیا پرې بحث وکړو.

ولس باید لاس په کار شي که څه هم په امنیتي او سياسی برخه کې په سويل او لويديځ کې ولسي ونډه ډيره کمه ده او له زړه همکاري نشته ولې د اساساتو او بیخ بینا په ساتنه کې ولس باید د ایراني، روسي او پنجابي طالب پر وړاندې ودريږي او اجازه دې نه ورکوي چې د دوی له کور، جومات، کلي، لارې او يا کروندې په  استفادې سره د پرديو مزدوران د افغانستان پر بيخ بینا بریدونه وکړي، ولس دې خبرې ته منطق هم لري او په ځغرده ورته ويلی شي چې که له پوځ، پوليسو، دولتي ادارې، ولسوال او والي سره ستونزه لري هغه ستا کار دی او د دوی ادرسونه او ځايونه مشخص دي ولې هغه جبر او زیاتی چې ته له ملت سره کوې او د دوی شتمني بربادوې دا نه اسلامي منطق لري او نه افغاني.

بیخ بینا دولت ته نه بلکه ملت ته ګټه لري بندونه دولتي ادارې نه بلکه د ولسونو ځمکې خړوبوي، د کروندو عايدات دولتي عوايد نه بلکه ولسي عوايد ډيروي او همدا عوايد بيا د خلکو ژوند بدلوي، ولس تل په خپل دسترخوان کې د  بدلون په اړه د دولت په ورکول شوي شعار نيوکې کوي خو دولت هغه هڅې چې په دسترخوان کې د بدلون لپاره  يي کړي دي کله هم د ولس له عملي هرکلي سره نه دي مخ شوي او نه هم په دسترخوان کې بدلون دې ته وايي چې دولت دې يو چا ته غوښه يا پلوکورته ور ولیږي بلکه بدلون همدا دی چې بندونه جوړ شي ملت يي وساتي، کورني تولیدات ښه شي او خلک ترې ګټه پورته کړي، افغانۍ وکارول شي او له وطن سره مينه ډيره شي.

هغه عوايد چې سږ کال يي فراه يوازې له شنو خونو لري په تیرو سلو کلونو کې يي ساری نه وو، د کندهار هغه انار چې په تیر کال کې يوازې د هوا له لارې هندوستان ته وړل شوي دي په اوږد تاريخي پیر کې يي هيڅ ساری نشته.

د سلما د بند امنيت، د بخش آباد او کمال خان بند لپاره ولسي وحدت او د کونړ سيند پر سر د بند د آبادیدو لپاره ولسي انسجام افغانستان د تل پاتې هوساينې او بساينې لوري ته بيايي که لږ جديت وي او ولس يو موټی شي ډاډه يم چې د لکونو انسانانو د يو موټي والي پر وړاندې څو سوه تنه طالب ترهګر کله هم خنډ نه شي ايجادولی.

موږ ته ډيرې ستونزې زموږ اوبو، معادنو، ځنګلونو او بازارونو جوړې کړي هغه راکټي بريدونه چې پوره څو کاله کيږي پر کونړ، نورستان او ننګرهار باندې کيږي پنجاب پکې دوه موخې لري يو دا چې د ځنګلونو قطعه کيدو ته زمينه سازي وشي او بل له همدې لارې د افغانستان دښمن تغذيه شي ځکه که سرحدي سيمو ته ولاړ شی او هلته د ځنګلونو او معادنو د مافيا په اړه څيړنه وکړئ نيغ په نيغه پوهیږئ چې آی اس آی په ډير مهارت زموږ په شتو باندې هغه دښمن پياوړی کوي چې د افغانستان بیخ بینا له منځه وړي.

پاکستان په ختيځ کې د ناامنۍ د ډيروالي لپاره يوازې طالبان نه بلکه قبايلي پښتانه ددې لپاره را مخې ته کړي دي چې په ختيځ کې د بندونو سروې ته زمينه سازی ونشي دا چې کله کله يو وارې امنيتي حالت خراب شي او پر ختيځ زور ډير شي آی اس آی وار له مخه لا د ولسمشر پلانونه درک کړي وي نو راځئ د يو موټي او واحد ملت په توګه د خپلو شتو د ساتنې په لړ کې ځانونه له اقتصادي، سياسي او فرهنګي غلامي څخه وژغوروو کنه ایران به مو په طالب وژني، هزاره به سوريي ته ليږي، پاکستان به مو په طالب وژني او زموږ له اوبو به وړيا تغذيه کوي او د مقبوضه پښتونخواه له خاورې به ګټه پورته کوي او همداسې به روسان له موږڅخه دتيرې تاريخې ماتې غچ داسې واخلي چې اډو فکر به يي نه کوو.

په هر حال د اوبو مديريت يو ښه زيری دی،ستونزې شته خو وارخطا کيږو به نه ولې د دې برخې مديريت ولسي ملاتړ ته اړتيا لري، ولسونه باید د خپلو سيمو د خړوبولو او سمسورتيا په خاطر نه يوازې پر ځان بلکه پر خپلو سيمو ترحم وکړي او نور باید د افغانستان په اوبو د افغان ولس تنده خړوبه شي خو دا مه هیروئ چې د ولسمشر سياستونه ولسي ملاتړ ته اړتيا لري او ولس دې له سیاستوالو لرې له عقدو او کينو پرته د بيخ بینا په ننګه يو موټی شي.

Comments

Leave a Reply