د انګورو اوبه

comments 0

د روغتیا لپاره څېړنو ښودلې چې د سرو انګورو اوبه د زړه په سلامتیا کې ګټور تمامیږي.د سرو انګورو اوبه د آنتي اکسیدن په درلودلو سره یو ځواکمن او ګټور خواړه دي.
مهم ټکی دادی چې د انګورو اوبه باید د ټولو انګورو څخه لاس ته راشي یعنې دانې، پوستکی او مغز یې باید ورسره واوسي.
د سرو انګورو ځانګړنې:
سره انګور د شریانونو له بندېدا مخنیوی کوي. د ډاکټرانو به وینا د وینې ټینګېدا د زړه د ناروغیو عمده دلیل دی چې د سرو انګورو په اوبو کولای شو د شریانونو له بندېدو او وینې له ټینګېدو مخنیوی وکړو، سره انګور د کویرنستین په نامه یو انتي اکسیدان په خپل ترکیب کې لري چې د وینې له لخته کېدو مخنیوی کوي او په رګونو کې وینه په نورمال حالت خپل مسیر طی کولای شي.

Comments

Leave a Reply