د انټرنېټ له لارې د کوم هېواد نجونې زیات وادونه کوي؟

comments 0

نن سبا داسې دور دی چې د واقعي ژوند څخه په انټرنېټ کې اړيکې پالل، دوستي کول او ان دښمني کول زیات شوي دي، ټولنيزو رسنيو ته د خلکو د لاسرسي عام کېدل او ورپسې ددې لاسرسي ارزانه کېدل ددې سبب شوي دي چې د واقعي ژوند ډېر ارزښتونه انټرنېټ ته انتقال شي او په انټرنیټ کې وپالل شي.
کوم هېواد مخکې دی؟
په انټرنېټ کې د واده کولو او يا هم د ډېرو يارانو جوړولو په برخه کې ځینې هېوادونه د نورو څخه مخکې دي، دا چې ولې ځینې هېوادونه له نورو مخکې دي په دې اړوند بايد ووايو چې په ځنې هېوادونو کې د بېلابېلو سببونو له کبله نارينه کم دي.
د ځینو هېوادونو نفوس ځائی کم دی او نارينه پکې لږ دي، د ځینې هېوادونو نفوس بيا جګړې کم کړی دی ډېری نارينه يې جګړو ته تللي دي او په جګړو کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او په ځینې هېوادونو کې بيا فقر ددې سبب شوی دی چې د هېواد ډېری نارينه له هېواد څخه بهر بل هېواد ته د کار لپاره ولاړ شي.
همدا او ځینې نور سببونه دي چې په ځینې هېوادونه کې نارينه راکم شوي دي، ددې په پايله کې د هغه نجونې يانې دې هېواد ورغلي بهرنیان خوښوي او يا هم پخپله له هېواد څخه وزي او اوس نو دوی ټولو بيا یوه نوې او ساده لاره پيدا کړې ده.
اوس ډېری نجونې د انټرنېټ له لارې هم ځانته ملګري پيدا کوي او که ډېر مخکې ولاړ سئ بيا پسې واده هم کوي، څېړنې ښيي چې دا ډول کړنې ترټولو په ډېر په اوکراین هېواد کې ترسره کېږي.

Comments