هندوکش – کابل: د افغانستان معلوماتي او تکنالوژي وزارت نه په خبرپاڼې کې راغلې چې په ۹۷م لمریز کال کې یې د انټرنیټي خدمتونو په بیو کې کموالی راوستی دی.
خبرپاڼه لیکي، د افغان ټیلي کام په «تري جي» انټرڼیت کې ۱۰ فیصده کموالی راغلی او د کورنیو لپاره د همدغه سیسټم په انټرنیټ کې ۳۷ عشاریه ۵۰ فیصده کموالی راغلی دی.
یاد وزارت زیاته کړې چې د تعلیمي او تحصیلي ادارو د انټرنیټي خدمتونو د بیو د ټیټوالي اندازه هم تر ۴۰ فیصده ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ دغه انټرنیټي بیې د روان کال له لومړۍ نېټې نه د پلي کېدو په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل پلازمینې په ګدون په ډیرو ولایاتو کې خلک له انټرنیټي خدمتونو سر تکوي او وایي چې حکومت یې په اړه یو روښانه برنامه په لاس کې نلري.
سپوږمۍ پوپلزۍ
د انټرنیټي خدمتونو په بیه کې سږکال کموالې راغلې
