د انعکاس ټلویزیون مشر خوشې شو

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار له مرکز جلال اباد څخه د انعکاس ټلویزون مشر دوه میاشتې وړاندې تښتول شوی و چې د افغان ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې خوشې شوی دی.

انجنیر زلمی د جلال اباد ښار له مستوفیت څلور لارې نامالومو وسله والو تښتولی و چې تېره ورځ راخوشې شوی دی.

انجنیر زلمی تر دې وړاندې په ننګرهار کې د ملي ټلویزیون امر و او اوس له کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

د زلمي په نیول کیدو سره سخت غبرګونونه راپورته شوي و او له افغان ځواکونو غوښتنه کیدله چې راخوشې یې کړي.

تر دې یوه اوونۍ وړاندې هم افغان ځواکونو دوه ماشومان له انسان تښتونکو راخوشې کړي و.

فرهاد شهراني

Comments