د انسانیت او وحشت صفونه جلا کیږي

comments 0

0 Views

لیکوال: سید عبدالله پاچا
ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې په ډاګه د لر پښتنو له خوځښت څخه ملاتړ کړی او په نړیوالو یې هم غږ کړی چې د دا ډول خوځښتونو ملاتړ وکړي چې په سوله ییز ډول د عدالت غوښتنه کوي.
ولسمشر په خپره شوې اعلامیه کې له رسنیو غوښتنه کړې چې د پښتون خوځښت غږ دې نړۍ ته ورسوي او د دغې تاریخي مدني حرکت ملاتړ دې وکړي چې خوځښت یې پایله ورکړي.
په سیمه ییزو کنفرانسونو کې ولسمشر غني هر ځل په دې ټینګار کړی چې باید په سیمه کې د انسانیت صف له تروریزم او وحشت څخه جلا شي، ځکه تروریزم انسانیت له منځه وړي او د دې لپاره سخت دریځي له پاکستان څخه سرچینه اخلي.
ولسمشر باور لري چې په د پښتون خوځښت حرکت په بریالي کیدو سره به په پاکستان کې د تروریزم ځالې هم له منځه لاړې شي، ځکه دا خوځښت په دې پوه دی چې پنجاب یې په سیمو کې د ترهګرو مرکزونه او روزنځایونه جوړ کړي چې هم یې پنجاب وژني او هم یې ترهګرو وژني.
د دې خوځښت لومړی حرکت دا و چې په ډیره اسماعیل خان کې یې د طالب ترهګرو کور وسوزو او هلته یې د طالبانو هغه سیمه ییز دفتر هم له منځه یوړ، کوم به چې افغانستان کې بریدونه طرحه کول.
د پښتون خوځښت چې هره ورځ د پراخیدو په حال کې دی، په افغانستان کې یې افغانانو ته هم ډيره هیله مندي ورکړي، ځکه که دا خوځښت ځان له پنجاب وګټي، ټول پښتانه یې ګټلي دي او بیا به د پاکستان ریاست و نه شي کولای چې د پښتنو په سیمو کې هم ترهګرو وروزي او هم پکې د ترهګرۍ په پلمه د پښتون وژنې عملیات وکړي.
پښتنو ته اوس دا په ډاګه شوې چې پاکستانۍ ریاست چې مشري یې پنجابیان کوي، د پښتون په بربادۍ پسې راخیستې او پنجاب هیڅکله دا فکر نه دی کړی چې ګنې پښتون دې دومره ویښ وي چې د ځان پوښتنه دې وکړي، خو اوس داسې ښکاري چې لر پښتانه ویښ شوي او د نړۍ په هره څنډه کې یې ملاتړي پیدا کړي دي.
دا لار او دا خوځښت سلګونه کاله وړاندې خوشحال خان غوښت او دا لار څلور لسیزې وړاندې باچاخان غوښتله چې پښتون قوم ویښ شي، یو شي او د خپلو حقوقو ترلاسه کولو لپاره د عدم تشدد لاره غوره کړي.
اوس چې پښتانه په یوه غږ راټول شوي، دا ډاډ څرګندیږي چې د پاکستان د ای ایس ای هغه ټولې تګلارې شنډيږي، کومې یې چې د پښتون د بربادۍ او دغه راز د پښتون له کوره د بل پښتون د وژلو لپاره جوړې کړي دي.
پښتون ډیر وخت وروسته د پنجاب پروړاندې بیدار شوی او اړتیا ده چې له دې بیدارۍ څخه په ګټنې لوی غوښتنې مطرح کړي، پنجاب اوس مجبور دی چې د پښتنو د ارام کولو لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي چې دا خوځښت سوړ کړي، خو پښتون ته پکار ده چې د راتلونکو نسلونو د ارامښت او پرمختګ لپاره هم له دې خوځښت څخه ګټه پورته کړي.
پښتون خوځښت ته پکار ده چې د پاکستان له ریاست تضمین واخلي چې د دوی په سیمو کې به ترهګر نه روزي، خوندي ځایونه به نه ورکوي او دغه راز د ترهګر په نوم به یې خپلو کورونو او ښارونو کې نه وژني او نه به یې بندیان کوي.
د پاکستان ریاست چې د پنجاب په لاس کې دی، تل یې پښتون په لږ څه تېر ایستلی او دغه راز په ژمنو یې ورسره عمل نه دی کړی، خو دا چې اوس پښتنو ته ښه موقع په لاس ورغلې، نو د پاکستان له ریاست سره دې سرې کرښې مالومې کړي او کله چې سرې کرښې مالومې شوې، د ترهګرۍ ریښه له منځه ځي.
د پښتون خوځښت له همدې راپورته شوی چې د افراطیت پرضد غږ پورته کړي او که چیرې یې دا خوځښت دوامداره کړ ملاتړي پیدا کړي او کله یې چې ملاتړي پیدا کړل، پاکستان مجبور دی چې نور ترهګریز سیاست ته د پای ټکی کیږدي.
پښتون په ترهګرۍ بدنام دی، خو ترهګري ورته پنجاب روزي او ترهګرو ته د پښتون په سیمه کې روزنځایونه او پټنځایونه برابروي، اوس دا خوځښت کولای شي نړیوالو ته په ډاګه کړي چې دوی د افراطیت او تروریزم قرباني دي او هیڅکله یې نه غواړي چې سخت دریځۍ ته په خپله خاوره کې ځای ورکړي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply