د اندونیزیا ناسته او د افغان ولس د سولې هیلي/ نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

سوله او امن یوه الهي پیرزوینه او ډالۍ ده چې د بشر تر ټولو لومړنۍ او اساسي اړتیا ګڼل کېږي او افغان ولس هم له څو لسیزو راهیسې د دغه ستر نعمت لېوال او تږي دی او د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره یې بې شمېره قربانۍ ورکړې دي، نن د دغه وخت را رسېدلی څو ټول افغانان لاسونه سره ورکړي او د تل پاتې سولې لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
الله تعالی په خپل کلام پاک قران مجید کې فرمایلي: ((والصلح خیر)) سوله بهتره ده ((فاصلحو بین اخویکم)) تاسو د وروڼو تر منځ سوله وکړئ. او په ډېرو نورو ځایونو کې یې هم دې موضوع ته اشاره کړې ده. په پورتني ایت کې چې فرمایلي دي د وروڼو تر منځ سوله وکړئ نو ویلای شو چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي نو سوله د مسلمانانو تر منځ فرض ګڼل کېږي، د همدې سترې موخې د ترلاسه کولو لپاره افغان دولت په هیواد کې د یوې تل پاتي سولې د ټینګښت په موخه تل وسلوالو مخالفینو ته بلنه ورکړي ترڅو جنګ او تاوتریخوالی پریږدي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي او په دې تړاو یې په ملی او نړیواله کچه د اسلامي هیوادونو په مرسته ناستي او کنفرانسونه په لاره اچولي تر څو زمونږ ولس د یو سوکاله آو آرامه ژوندانه خاوندان شي چې په همدې ترڅ کې د ثور میاشتي په ۲۱ نیټه د جمعې په ورځ د اندونیزیا هیواد په کوربه توب د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علماو په ګډون د اندونیزیا د بوګور په ښار کې د افغانستان د سولې او ثبات د خبرو اترو د بهیر په اړه ګډ کنفرانس جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې چې د دریواړو هیوادونو په لسګونو تنو جیدو دینی علماو ګډون کړي وو، په افغانستان کې روانه تپل شوي جګړه او ځانمرګي ترهګریز بریدونه یو ناروا عمل بللی او دغو دیني علماو پر افغانانو د تپل شوي جګړي پر وړاندې د یو کلک دریځ په نیولو سره دا روښانه کړه چې پر افغانانو دی تپل شوی جګړه بنده او د دې لپاره د افغان حکومت د سوله ییز وړاندیز ملاتړکوي.
د اندونیزیا په ناسته کې د پاکستان، افغانستان او اندونیزیا دیني عالمان د یو(۱۲) ماده یي پریکړه لیک په صادره ولو سره د جګړي په ښکیلو اړخونو د مخامخ خبرو د پلیدو غږ وکړ، په پریکړه لیک کې راغلي چې د دریوواړو هیوادونو دیني عالمان به پر دې هم بحث وکړ چې څرنګه کولی شي د سولې لپاره مناسبه فضا رامنځ ته کړي،په خپره شوي اعلامیه کې پر اسلامي نړۍ غږ شوی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته وکړي افغانی، پاکستاني او اندونیزیایی علماوو همدا راز له نړیوالو څخه غوښتي چې ترهګري له هیڅ دین او تمدن سره ونه تړي، او زیاته کړی ده چې ځانمرګي بریدونه او نور ترهګریز فعالیتونه د اسلام له دین سره په ټکر کې دي، همدارنګه په خپره شوي اعلامیه کې راغلي چې، له تاوتریخوالي ډګ افراطیت او تروریزم چې د ملکي او بی ګناه وګړو پر ضد تاوتریخوالی په کې شامل وي د اسلام مقدس دین له اصولو سره په ټکر کې بولي.
همدا رنګه افغان دولت څو میاشتې وړاندې د کابل په دویمه ناسته کې چې د ګن شمیر هیوادونواو سازمانانو د استازو په ګدون په کابل کې جوړه شوي وه، اعلان وکړ چې له هر ډول شرط پرته له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی. طالبان تر اوربند وروسته د سیاسي ګوند په توګه وپېژني او د اړتیا پر مهال اساسي قانون تعدیل کړي، خو له بده مرغه چې وسله والو طالبانو د پخوا په شان بیاهم د دولت د سولې خبرو اترو ته رد ځواب ورکړ.
خو دافغانستان مظلوم ولس یو ځل بیا په وسلوالو ډلو غږ کوي چې نور دی له جګړي او وروروژني څخه لاس واخلي او د سولې بهیر ته دې لبیک ووایي ځکه چې د قرآني آیاتو له مخې په سوله کې خیر دی، او د دغې غونډي له ګډونوالو او نړیوالې ټولني څخه او غوښتنه لري چې د افغانستان د سولې په اړه له هیڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونکړي، ځکه چې په افغانستان کې د سولې ټینکښت په سیمه کې د سولې ټینکښت دی.

Share this page to Telegram

Comments