د اندونیزیا غونډې ته زیاتې تمې شته

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان سولې په تړاو د روانې میلادې میاشتې په یوولسمه نېټه جاکارتا کې د علماوو غونډه جوړیږي.
د سولې عالي شورا د دارلانشاء رییس اکرم خپلواک وایي، غونډه کې د افغانستان په استازیتوب ۲۰ عالمان ګډون کوي چې هیواد کې د جګړې د پای لپاره به د نورو هیوادونو له علماوو سره بحث وکړي.
په دې غونډه کې به د پآکستان دیني علماء هم برخه واخلي او په افغانستان کې به د جګړې په مشروعیت او نه مشروعیت هر اړخیز بحث وکړي.
تمه شته چې په دې ناسته کې به دیني علماء د رایو په اکثریت د افغانستان جګړه ناروا یاده کړي.
کارپوهان دا غونډه د افغان سولې د پرمختګ لپاره مهمه بولي او باور لري چې په جګړو به اغېز وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments