د اندرابي ګمارنه له هرکلي سره مخ ده

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ملي امنیت عمومي ریاست مخکینی مرستیال مسعود اندرابي د کورنیو چارو وزارت سرپرست وګمارل شو.
د اندرابي دا ګمارنه له هرکلي سره مخ ده چې د کورنیو چارو وزارت کې به پراخ اصلاحات راولي.
مسعود اندرابي له دې وړاندې د ملي امنیت ریاست سرپرستي هم کړې او اوس یې خپله دنده د کورنیو چارو وزارت د سرپرست په توګه پیل کړې.
شاوخوا یوه نیمه میاشت وړاندې ولسمشر غني امرالله صالح د کورنیو چارو وزارت سرپرست ټاکلی و، خو بیرته یې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ځان لومړی مرستیال کړ.
عبید رادپور

Comments