د انترکانټیننتل هوتل بريد په تړاو شکمن کسان ونیول شول

comments 0

هندوکش – کابل: د کورنیو چارو وزارت د انترکانټیننتل هوتل پیښې د امنیتي مسوولینو جدي څیړنې په اړه خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت ویانډ نجیب دانش وویل، اوسمهال څیړنې پیل شوي ترڅو وکولاې شو پوه شو چې څرنګه ترهګړ هوتل ته دننه شوي دي.
د نوموړي په وینا، اتکل کیږي چې ترهګړ د امنیتي مسوولینو په ملاتړ هوتل ته دننه شوي وي.
نوموړي زیاته کړه، تردې دمه امنیتي چارواکو لس شکمن کسان نیول خو د لازیاتو معلومات له ورکړه یې ډډه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د کورنیو چارو وزارت وروستیو راپورونو پر بنسټ یاد ترهګړیز برید که ۲۲ کسان چې ۱۰ یې بهرني وګړي دي وژل شوي دي.
عبید رادپور

Comments

Leave a Reply