د انتخاباتي کړکېچ ختمولو لپاره علني غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټاکنډلو سره په ګډه د کابو ۳۰۰ زره لانجمنو رایو د باوري ګڼلو څرنګوالي روښانولو په تړاو غونډه په جنجالي فضا کې پای ته ورسوله.
دا کابو څلور ساعته علني غونډه پر سیمه ییزو تلوېزیونونو په ژوندۍ بڼه خپره شوه.
د دې غونډې د پوښتنو او ځوابونو اصلي منځپانګه د کابو ۳۰۰ زره لانجمنو رایو د باوري ګڼلو د څرنګوالي په اړه وه، چې په پیل کې د ټاکنو کمېسیون یوه غړي محمد حنیف دانشیار د دغو رایو د باوري ګڼلو دلایل وړاندې کړل.
د کمیسیون په دې علني ناسته کې د ټاکنیزو ډلو او سیاسي ګوندونو د استازو، د ټاکنو د څار بنسټونو او د اروپايي ټولنې د سفیر او ځینو بهرنیو ډیپلوماتاتو او د جرمني د سفیر او د انګلستان د سفارت د مرستیال په ګډون بېلابېلو څېرو ګډون درلود.
کمیسیون ومنله چې په ځینو مواردو کې له ټاکنیزې تګلارې د تخنیکي دلایلو یا د ټاکنیزو کارکوونکو د تېروتنو له کبله سرغړونه شوې ده.
هغوی په ځانګړې توګه د رایو ورکولو له مشخص وخت بهر د ۱۰۲ زره اچول شویو رایو په اړه وویل، د وخت د محدودیت له کبله د بایومیټریک وسیله کې وخت ټاکونکی سافټوېر د ټاکنو له پیلېدو مخکې عیار شوی و، خو د نورو مستندو کړنو پر بنسټ یې په دې اړه پرېکړه وکړه.
خو لانجه د پوښتنو د بهیر په پیلېدو پیل شوه.
د ثبات او همپالنې ټاکنډلې مرستیال اسدالله سعادتي ددغې ډلې د نظریو او پوښتنو لپاره نور وخت وغوښت، نوموړی د ټاکنو پر ورځ له وخته بهر او د قرنطین شویو رایو باوري ګڼل د کمیسیون له خوا د تصویب شوې تګلارې خلاف او ټاکنیز جرم وباله.
په دې علني ناسته کې د ټاکنډلو استازو، د ټاکنڅارو بنسټونو او د سیاسي ګوندونو استازو هم ګډون کړی و
د ښاغلي سعادتي خبرو غوڅولو د دغې ناستې لانجه لا پسې ډېره کړه.
په دې ناسته کې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنډلې په ګډون د نورو سیاسي ګوندونو استازو په اوو ولایتونو کې د ټاکنیزو دفترونو د پرانیستل کېدو او د رایو بیا شمېرنې غوښتنه وکړه.
د دولت جوړونې ټاکنډلې غړي داود سلطانزوی له ټاکنیز کمیسیون وغوښتل چې ژر تر ژره د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي:
د ټاکنو کمیسیون پرونۍ غونډه داسې مهال رابللې وه چې د روان بهیر پرضد د لاریونونو لمن پراخه شوې او معترض نوماندان له ټاکنو کمیسیون غوښتنه کوي چې د ټاکنو قانون او اصولو سره سم عمل وکړي خو کمیسیون وايي ټولې چارې یې د قانون له حکم سره سمې دي.
عبید رادپور

Comments