د انتخاباتو کمېسیون: د خلکو کمرنګه ګډون اندېښمن کړي یو

comments 0

هندوکش – کابل: د انتخابانو د کمیسیون چارواکي وایي چې راتلونکو پارلماني تاکنو او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو په موخه د خلکو کمرنګه ګدون د قناعت وړ نه دې.
د یاد کمیسیون په وینا، که د نوم لیکنې بهیر همداسې ورو روان وي، موده به یې وغځول شي
دغه کمېسیون وايي، په تېرو درېیو اونیو کې ۹۴۸۴۶۷ کسانو نوم لیکنه کړې، چې د دوی په وینا کم شمېر دی او دوی یې اندېښمن کړي.
د انتخاباتو کمېسیون غړي حفیظ الله هاشمي په دې تړاو وویل، که د نوم لیکنې بهیر همداسې ورو روان وي، موده به یې وغځوي.
نوموړي زیاته کړه چې:« اندېښمن یو، دغه شمېرې تراوسه ښې نه دي. دا باید ډیرې شي. تراوسه پورې باید دوه چنده- درې چنده زیاته نوم لیکنه شوې وای.»
په ورته وخت کې د ملي شورا ځیني غړي بیا د خلکو کمرنګه ګډون امنیتي ننګونې او پر تذکرو د سټیکر لګول بولي او وايي چې که د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت خوندي نه شي ښايي ډېر کم خلک په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې و ړاندې طالب وسله والې ډل ګواښ کړې که چیرې څوګ راې اچونې په موخه یادې پروسې کې ونډه واخلي نتیجه په ښه نه وي.
یاده دې وي چې تردې وړاندې طالبانو پر دریو مرکزونه هم بریدونه کړي چې خلکود ثبت لپاره ورغلي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments