د امن پلان د تطبیق لپاره غونډه کیږي

comments 0

5 Views

هندوکش – کابل: د بهرنیو چارو وزارت وایي، افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزه امن پلان له هوکړې وروسته د عملي اقداماتو لپاره غونډه کوي.
د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو او ستراتيژیکو څېړنو د برخې مشر احمد رامین وايي، د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان کې به پنځه ځانګړي ګډ ګروپونه رامنځته شي چې د تروریزم سره د مبارزې ترڅنګ به په نورو اقتصادي، سولې او ټولنیزو ستونزو خبرې وکړي او په دغه برخه کې به عملي اقدامات کوي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، که یاد پلان په سمه توګه عملي شي، دا به د ترهګرۍ په له منځه وړلو او د دواړو هېوادونو سربیره د سیمې هېوادونو لپاره د سولې، ثبات لپاره ګټور ثابت شي.
کابل په تمه دی چې اسلام اباد به ورسره د امن پلان کې رښتنې همکاري وکړي او له ترهګرۍ سره مبارزه کې به جدي ګامونه پورته کړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمل پلان وروسته له هغې جوړ شو چې د اسلام اباد لوړپوړي پلاوي څو ځل کابل ته راغلل او د اړیکو جوړولو او ګډې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
اوس ولسمشر غني په تمه دی، که پاکستاني چارواکي ورسره د ترهګرۍ ضد مبارزه کې رښتنی ګام واخلي دوه اړخیزې اړیکې به پراخه او ټینګي کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments