د امنیت لپاره سیمه‌ییزه اردو ځای په ځای کیږي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: د سویل ختیځ زون په شپږو ولایتونو کې دوه زره دوه سوه سیمه ییزه اردو ځای پر ځای کیږي .
دوه سوه دری تندر قول اردو وایي ، چې اړوند شپږو ولایتونو کې په دریو پړاوونو کې سیمه ییزه اردو جوړیږي او لومړي پړاو کې پکتیکا کې یو شمیر ټولي ځای پر ځای شوي دي .
د قول اردو قومندان دادان لونګ وایي ، چې د هوا له تودیدو وړاندې به د زون یو شمیر سیمو کې د سیمه ییزې اردو دغه سرتیري ځای پر ځای شي او د امنیت له ټینګښت سره به مرسته وکړي .
سویل ختیځ زون کې افغان ځواکونو د ترهګرو ډلو پرضد سخت عملیات کړي او ټولو اکمالاتي لارې یې پرې بندې کړي دي.
عمران احمدزې

Comments