د امنیتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې د طالبانو څلو کسان وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – لوګر: د لوګر امنیتي چارواکي وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالب وسله والې ډلې څلور کسان وژل شوي دي.
شاپور احمدزي وویل، تېره شپه د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د ګلابو په سیمه کې څلور تنه وسله وال طالبان هغه وخت تر هوایي برید لاندې راغلل، چې په یوه سراچه ډوله موټر کې یې پر کومه خوا د تګ پلان درلود او غوښتل یې چې خپله شومه موخه ترسره کړي.
د احمدزي په خبره، یاد څلور واړه وسله وال په هوایي برید کې وژل شوي،چې د دوو مهمو سرلارو ( قوماندانانو) مصطفی او سلیم په ګډون دوه نور هم پکې شامل دي.
احمدزي زیاته کړه، چې یادو کسانو د کابل لوګر د لویې لارې په ناامنۍ کې مهم رول لره.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments