د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ګن شمیر طالب وسله وال ووژل شول

comments 0

هندوکش – ارزګان: په زابل او ارزګان کې پوځي چارواکي وایې چې د پوځې عملیاتو په ڼتیجه کې ۱۱ وسله وال طالبان وژلي دي.
٢٠٥ اتل قول اردو په خپله هغه اعلاميه کې چې نن يې خپره کړې ويلي، دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ارزګان په مرکز ترينکوټ او د زابل په ميزانې ولسوالۍ کې شوې دي.
یاد قول اردو په ورته وخت کې د ٣ نورو وسله والو د ټپي کېدو، د يوه اندازه وسلې او مهماتو د نيول کېدو او له منځه وړلو خبر هم ورکړل شوى دى.
تردې دمه طالب وسله والې ډلې څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Comments

Leave a Reply